زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/06/03 - 05:17:5
زيارة: 286
مشاركة مع الـأصدقاء

د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي
 د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي

د هند په ممبی ښار کې پولیس وايي، څلور کسان یې نیولي چې ظاهرآ د دغه هېواد د سینما پر وتلي ستوري او فلمي لوبغاړي سلمان خان یې د برید دسیسه جوړه کړې وه.

د ممبی پولیسو په وینا د لارېنس بشنویي د ډلې ۱۶ یا ۱۷ غړو تېره فبروري پينويل کې د سلمان خان کور او استوګنځی څارلی او ظاهرآ یې د هغه پر موټر د برید پلان درلود.

د اې اېن ای خبري اژانس په وینا پولیس لا هم د دې قضیې په اړه څېړنې کوي.

پولیسو ويلي دوی ته خبر رسېدلی و چې له ۶۰ تر ۷۰ پورې هلکان په دې لړ کې د لارېنس بشنويي له ډلې سره مرسته کوي او دا چې له ممبی، ریګډ، نیو ممبی، تهانې، پونې او ګجراته د ’سمپت نهرا ډلې’ غړي هم راغلي او سلمان خان یې څارلی دی.

پلان دا و چې پر سلمان خان د کم عمره یا تنکیو زلمیو په وسیله برید وشي او ښکېل کسان پکې بیا د هند د سویلي تامیل ناډو ایالت له کنیا کماري څخه کښتۍ کې شري لنکا ته وتښتي.

د دغه پلان جزییات د ممبی پولیس یوه مشر ’وویک پنساري’ له رسنیو سره شریک کړي دي.

هغه ویلي، موږ څلور کسان نیولي - چې له څو ورځو راهیسې یې په فلمي لوبغاړي د برید پر پلان کار کاوه.

د هند رسنیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې دي چې ګوندې دې ډلې ته وسلې د کوم پاکستاني کس لخوا برابرېدلې.

ښاغلي پنساري هم ’اېن ډي ټي وي’ سره خبرو کې ویلي، له دغو ډلو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دوی له بهره د وسلې په ترلاسه کولو غږېدل، خو په دې اړه باید نورې څېړنې وشي - تر هغې وروسته یې په اړه کره خبرې کېدای شي.

د پي ټي ای خبري اژانس په حواله څلور واړه نیول شوي کسان زندان کې له پراته ډاکو لارېنس بشنويي او د هغه له کوچني ورور ’انمول بشنويي’ سره په اړیکه کې وو.

ویل شوي چې دوی د بشنويي وروڼو په لارښونه د فارم هاوس او هغو ځایونو څارنه کړې، چې سلمان خان پکې کار کاوه.

د روان کال اپرېل میاشت د ممبی ښار باندره کې د سلمان خان پر استوګنځي ډزې شوې وې. پولیس په دې تړاو دوه کسان ونیول چې یوه یې وروسته په زندان کې ځان وواژه.

د پولیسو په وینا د لارېنس بشنويي ډله ممبی کې د دې لپاره پر فلمي لوبغاړو بریدونو کوي چې ویې ډاروي او پیسې ترې واخلي.

تېر کال مارچ کې هم سلمان خان ته یو ګواښوونکی برېښنالیک استول شوی و، چې پولیسو یې وروسته قضیه د لارېنس بشنويي او ګولډي برار خلاف درج کړه.

تر هغې وروسته په جون میاشت کې انډیا ټوډی له ګولډي برار سره تلېفوني مرکه کړې وه چې هغه پکې ویلي وو، سلمان خان یې په لیست کې دی او خامخا به یې وژني.

تېر کال د سلمان خان پلار سلیم خان ته چې پېژندل شوی سناریو لیکونکی دی، د سهار قدم وهلو وخت کې پر لاره یوه لیک غورځول شوی و.

په دغه لیک کې په هندي ژبه لیکل شوي وو چې ژره به سلمان خان د سدهو موسې ولا په برخلیک اخته شي.

سلیم خان دا خط د ممبی پولیسو ته ښودلی او د باندرې پولیس سټېشن کې یې رپوټ ثبت شوی و.

له انډیا ټوډی سره مرکه کې چې له ګولډي برابر څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې تر اوسه یې درې ځله د سلمان خان وژلو پسې هلکان استولي، نو هغه وویل د خپلو دښمنانو د لمنځه وړلو هڅو ته به وام ورکوي.

پولیس وايي بشنويي ډله شاوخوا ۷۰۰ غړي لري. ظاهرآ دا ډله اوس د ګولډي برابر په نوم ډاکو له کاناډا چلوي.

پولیس ګولډي برار د سدهو موسې ولا د وژنې مرکزي تورن په توګه پېژني او په څو نورو قضیو کې یې هم لټون روان دی.

ویل کېږي د لارېنس بشنويي ډله کې د پنجاب، هریانه او راجستان هلکان شامل دي.

دا ډله په همدغو درېیو ایالتونو کې ډېره فعاله ده.

لارېنس بشنويي یوه تلویزیوني مرکه کې د دې ډلې په اړه ویلي وو دا ډله نه، بلکې د دردېدلو خلکو ټولنه ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31898






*
*

*



قرأ

د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو


دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه


یونسکو د غور د منار جام پر ساتنې ټینګار وکړ


افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی


ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي


د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده


کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی


د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه